ګواتیمالا کې یوې محکمې د ۴۱ نجونو د وژنې په پېښه کې د حکومت ۶ چارواکي مجرم ګڼلي

۱۴ ساعتونه مخکې

په ګواتیمالا کې یوې محکمې د پخواني حکومت ۶ چارواکي په ۲۰۱۷کال کې د هغه ۴۱ نجونو د وژنې په پېښه کې مجرم ګڼلي، چې د حکومت ترکنټرول لاندې په یوه پناه ځای کې د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې وه.

د محکمې د حکم له مخې؛ پخواني چارواکي له ۶ تر ۲۵ کلونو د بند په سزا محکوم شوي دي.

په ۲۰۱۷کال کې شاوخوا ۵۶ نجونو له حکومتي پناه ځایه د تېښتې هڅه وکړه؛ خو د پولیسو له لوري ونیول شوې او په یوې بنده خونه کې زنداني شوې. په یادو نجونو کې یوې هغه یې د اعتراض په ډول د غالۍ یوې برخې ته اور واچاوه، چې له کبله یې اورلګېدنه رامنځته شوه او په پېښه کې ۴۱ نجونې ووژل شوې.

نور خبرونه

رادیو