په کندهار ولایت کې د طالبانو کرنې ریاست وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو په حاصلاتو کې د تېر کال پرتله ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه ریاست په وینا؛ سږکال له څه باندې ۱۵زره هکټاره بڼونو څخه ۱۳۵زره ټنو پورې حاصلات ترلاسه شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ تېر کال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات شاوخوا اته زره ټنه وو.
په کندهار کې د انځرو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره داسې مهال کېږي، چې وړاندې په دغه ولایت کې د انګورو بڼوالو شکایت کړی و، چې که څه هم حاصلات یې ښه دي؛ خو بازار یې سوړ دی او نورو هېوادونو ته د صادراتو اسانتیاوې هم نهدي برابرې.