طالبان وایي، د افغانستان په شمال کې هره میاشت تر ۳۰۰زره ټنه پورې سکاره کېندل کېږي

۱ ساعت مخکې

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د افغانستان په شمال کې هره میاشت له کانونو تر ۳۰۰زره ټنه پورې ډبرې او سکاره کېندل کېږي. د راپور له مخې؛ د ډبرو دغه سکاره له دواړو دولتي او شخصي کانونو څخه په قانوني توګه اېستل کېږي.

د طالبانو ځايي مسوولینو ویلي، چې په شمالي ولایتونو کې ۶۱ دولتي او تر زرو ډېر شخصي کانونه له دوی سره ثبت دي. د طالبانو ځايي مسوولینو په خبره؛ هره ورځ یوازې له دولتي کانونو ۵۰۰زرو ټنو پورې سکاره په فني توګه کېندل کېږي.

طالبان په داسې حال د شمال له کانونو په فني توګه د ډبرو سکرو د اېستلو ادعا کوي، چې پر طالبانو د کانونو د نامسلکي کېندنې په تړاو نیوکې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو