روسي چارواکو ویلي، د اوکراین بېپیلوټه الوتکو تېره شپه په مسکو، تولا او نېژني سیمو کې بریدونه کړي چې له امله یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي، چې د اوکراین د ګڼو بریدونو مخه یې نیولې ده.
په اوکراین کې رسمي سرچینو تراوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.