د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري وایي، چې افغانستان په صنعتي لحاظ د پام وړ سرعت سره وده کوي او که موږ په دې برخه کې ګړندی نه شو، نو موږ به وروسته پاتې شو.
هغه خبرداری ورکړی، چې د پرېکړو ځنډېدل کولی شي د ایران اقتصادي فرصتونه له منځه یوسي.
مظفري د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې اوس مهال د ایران له لارې افغانستان ته بېلابېل توکي صادریږي، خو د ترانزیټ او سوداګرۍ بهیر له ځینو محدودیتونو سره مخ دی.
د هغه په وینا، د تګ راتګ د موټرو د شمېر محدودیتونه، د ګمرکي چارو ځنډ او د ټرانزیټي لارې ستونزې باید حل شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري چټکه او اغېزمنه شي.