د ټرمپ مرستیال: ډېره شونې نه ده چې د اوکراین د سولې هوکړه به دواړه لوري راضي کړي

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۹

د امریکا د ولسمشر مرستیال د اوکراین د سولې د خبرو په اړه وویل، ډېره شونې نه ده چې ترلاسه شوې هوکړه به دواړه لوري په یوه وخت کې راضي کړي. هغه وویل، ښايي مسکو او کییف دواړه له هوکړې ناخوښ وي، خو له دې سره سره یې زیاته کړه، چې امریکا د داسې هوکړې په لټه کې ده چې دواړه لوري یې ومني.

جې ډي وېنس د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) په یوه ټلویزیوني پروګرام کې د اوکراین د سولې د خبرو په اړه وویل: «دا هوکړه به هېڅوک ډېر خوشحاله نه کړي. ښايي هم روسان او هم اوکراینیان په پای کې ترې ناخوښ وي.»
نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل، چې امریکا د پوتین، زېلېنسکي او ټرمپ ترمنځ د خبرو اترو د ترسره کولو پلان لري، خو ګومان نه کوي چې پوتین به له ټرمپ سره تر لیدو وړاندې له زېلېنسکي سره وویني او دا به ګټور وي.
ټاکل شوې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۵مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه د الاسکا په ایالت کې وګوري.

نور خبرونه

رادیو