په ایران کې یو شمېر خبریالانو ته د خبریال د ورځې په مناسبت د چپس بستې ډالۍ شوې دي

۱ ساعت مخکې

په ایران کې یو شمېر خبریالانو په ټولنیزو شبکو کې د انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې د قزوین ولایت مقام د یکشنبې په ورځ د خبریال د ورځې په مناسبت مراسمو کې د ډالۍ په توګه هغوی ته د چپس څو بستې ورکړې دي.

له دغو خبربالانو څخه د ابوالفضل شالي په نوم یوه خبریال په خپل اېکس کې لیکلي، چې د ورکړل شوي چپس بسته یې څېرې کړې ده.
د سینا جهاني په نوم بل خبریال هم لیکلي، چې په قزوین کې د خبریال د ورځې په مناسبت د یوې غونډې پر مهال چې پکې د ولسي جرګې غړې فاطمه محمدبیګي هم ګډون درلود، خبریالانو ته «د چپس درې درې بستې» د ډالۍ په توګه ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې د خبریال د ورځې د ډالیو موضوع تل د ځینو خبریالانو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له انتقادي غبرګونونو سره مخ شوې ده.

نور خبرونه

رادیو