د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس د جمعې په ورځ د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي سره د لیدنې پر مهال ویلي، امریکا او برېتانیا د غزې په اړه د نظر اختلاف لري؛ خو دواړه هېوادونه د دغه کړکېچ حل غواړي.
وېنس وایي، چې امریکا او برېتانیا په منځني ختیځ کې ګډې موخې لري؛ خو دغه موخو ته د رسېدو لارې بېلې دي.
وېنس زیاته کړه: «امریکا پلان نهلري، چې فلسطین د خپلواک حکومت په توګه په رسمیت وپېژني؛ خو برېتانیا، فرانسه او کاناډا غواړي د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره پر اسراییل فشار راوړي.»