نتنیاهو : زمونږ موخه د غزې نیول نه، بلکې د حماس له ولکې ازادول دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۸

د اسراییل امنیتي کابینې په غزه کې د پراخو عملیاتو او همداراز د غزې د لاندې کولو طرحه تصویب کړې وه، خو له پراخو نړۍوالو غبرګونونو وروسته د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو ویلي دي چې غزه نه نیسي بلکې د حماس له ولکې یې ازادوي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له پراخو نړۍوالو غبرګونونو وروسته پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، «موږ د غزې د نیولو لپاره نه ځو بلکې موږ غزه د حماس له ولکې ازاده وو.»

بنیامین نتنیاهو زیاته کړې، غزه باید بې وسلې شي او داسې یوه اداره جوړه شي چې نه د فلسطین تر ادارې او نه هم د حماس تر ادارې لاندې وي.

د نوموړي په وینا، دغه طرحه به له حماس سره د برمته شویو کسانو په ازادېدو کې مرسته وکړي او ورسره به دا ډاډ هم ترلاسه شي چې غزه به په راتلونکې کې اسراییل ته ګواښ نه وي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې د اسراییل امنیتي کابینې پرېکړه کړې وه چې په غزه کې به پراخ عملیات پیل کړي، او ورسره به غزه لاندې کړي خو دغې پرېکړې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راوپارول او د اسراییل دغه پرېکړه یې ظالمانه اقدام او جنګي جنایت وبلله او ان ځینو لویدیځوالو اسراییل ته د وسلو د استولو بهیر هم ودراوه.

نور خبرونه

رادیو