د طالب وزیر توندې نیوکې: پاکستان په افغانستان کې پیاوړی حکومت نه‌شي زغملی

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور وایي، دوی دا درک کړې چې پاکستان په افغانستان کې پیاوړی مرکزي حکومت نه غواړي او د دغه هېواد لپاره د طالب او مجاهد تر منځ هېڅ توپیر نشته.

د ده په وینا؛ پاکستان له هر هغه حکومت څخه وېره لري، چې د افغانستان خپلواکي او پر ځان بسیاينه ټینګه کړي.

دغه لوړ پوړي طالب چارواکي د‌ پنج‌شنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) له شمشاد ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې دا خبرې کړې دي. هغه وویل: «ځینې ګاونډیان په ځانګړي ډول پاکستان نه غواړي په افغانستان کې ښه حکومت جوړ شي. مهمه نه ده، چې هغه حکومت د طالبانو وي، د مجاهدینو وي او که د کمونېستانو.»

هغه زیاته کړې، اوس پوهېږي پاکستان نه غواړي په افغانستان کې داسې حکومت راشي چې په خپلو پښو ودرېږي او پر ځان متکي وي. د ښاغلي منصور په خبره؛ پاکستان فکر کوي چې د شخړو او کړکېچونو په پارولو سره به افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادي موخې ترلاسه کړي.

د طالبانو د برېښنا وزیر د اسلام‌اباد هغه تورونه رد کړل، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي په افغانستان کې پناه ځایونه لري. هغه ټینګار وکړ، چې د دوی د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې «ټي‌ټي‌پي» په افغانستان کې هېڅ پټنځای نه دی جوړ کړی.

هغه وویل: «پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې د افغانستان پر غاړه ونه غورځوي. د افغانستان خاوره د ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.»

د منصور په وینا؛ د ټي‌ټي‌پي‌ غړي ادعا کوي، چې د قبایلي سیمو په مرکزونو کې مېشت دي او هلته ورځې او شپې تېروي. هغه وایي، پاکستان دې د تورونو پر ځای هغوی په قبایلي سیمو کې ولټوي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د دوو کلونو د ترینګلتیا او یو پر بل د تورونو وروسته د ښه کېدو په لور روانې دي. په وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران کابل ته راغلل او له طالب مشرانو سره یې د ټي‌ټي‌پي مخنېوي، اقتصادي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړې. دواړو خواوو سلا وکړه، چې خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې به د سفیرانو تر کچې لوړې کړي.

هم‌مهاله راپورونه ښيي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې هم د پراخېدو په حال کې دي. ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم پاکستان ته ولاړ شي؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ورته د سفر اجازه نه‌ده ورکړې.

نور خبرونه

رادیو