د خېبرپښتونخوا سر وزیر اعلی امین ګنډاپور ویلي، چې د پښتونخوا د باجوړ په سلارزي سیمه کې سیلاب ځپلو کسانو ته د مرستو رسولو پرمهال یوه MI - ۱۷ هیلکوپټر راغوځیدلي. هغه زیاته کړې چې په یاده پېښه کې په چورلکه کې ناست پنځه تنه مړه شوي چې دوه یې پېلوټان دي.
کنډاپور د جمعې په ورځ وویل، چې یوه دولتي چورلکه چې د باجوړ ولسوالۍ سیلاب ځپلو سیمو ته یې د مرستې توکي لېږدول د خرابي هوا له امله نسکوره شوې او په چورلکه کې ناست پنځه تنه مړه شوي دي.
وړاندې د خېبرپښتونخوا سر وزیر اعلی امین ګنډاپور ویلي و، د خرابي هوا له امله د باجوړ سیلاب ځپلو سیمو ته د مرستو د لېږد چورلکې سره یې اړیکه پرې شوې ده.