د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، له خپل روسي سیال ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې په اوکراین کې وروستیو پرمختګونو او د هند ـ روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو مفصلې خبرې کړې دي.
مودي دا هم ویلي چې د روان کال په وروستیو کې به له ولسمشر پوتین سره په هند کې وګوري.