طالبان: یونېسف ژمنه کړې، چې د خوارځواکۍ او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې مرسته کوي

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر پنجشنبه (د زمري ۱۶مه) ویلي، د یونېسف اجرایوي مرستیال او عملیاتي مدیر تد چایبان ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې همکاري کوي.

نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.

د طالبانو له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نوموړي په حواله راغلي، چې دوی په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي او په تېره بیا د هغو تولیداتو ملاتړ کوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه نيولای شي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې یونېسف افغانستان ته له نویو راستنو شویو کډوالو سره هم د همکارۍ ژمنه کړې.

نور خبرونه

رادیو