له سختو بندیزونو سره مخ؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو ژوند له ناهیلیو ډک دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

څلور کلنۍ ته د طالبانو د واکمنۍ په نږدې کېدو سره یو شمېر افغان نجونې وایي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې ژوند له سختو بندیزونو او ناهیلیو سره مخ دی. دغه نجونې باور لري، چې د دوی «شرعي او انساني ازادۍ» پر کابل د واکمنې ډلې له لوري تروړل شوې دي.

د یوت جرنالیزم په نوم وېب‌پاڼې د یوې افغانې نجونې له قوله لیکلي، چې ملګرو یې غوښتل خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او بیا په ټولنه کې کار وکړي؛ خو د طالبانو په واکمنېدو سره یې دا هیلې خاورې شوې. راپور کې راغلي، د یادې ډلې د بندیزونو او محدودیتونو له کبله نجونې اړې شوې چې ودونه وکړي او خپلې موخې نیمګړې پرېږدي.

په انلاین زده‌کړو یو شمېر بوختو نجونو له قوله لیکل شوي، چې په حضوري توګه د زده‌کړو بندیزونو له کبله اوس په خپلو کورونو کې د لرې واټن زده‌کړو ته له ننګوونو سره، سره دوام ورکوي؛ خو دغه فرصتونه هم خورا محدود دي.

یوې نجلۍ وویل: «که لوست وکړو، بيا څه کېږي؟ ښوونځي تړلي دي، د انټرنېټ او کورسونو د فيس پيسې هم نه‌لرو. ولې د خیاطۍ کار زده نه کړو، چې د خپلې کورنۍ او خپل ځان مالي ملاتړ وکړو؟»

راپور کې راغلي، چې له زده‌کړو پرته د سفرونو، تفریحي سیمو ته د تګ، په عامه بازارنونو کې د ښځو پر ګرځېدو او ګڼو نورو برخو کې ښځې سختې محدودې شوې دي.

یوت جرنالېزم همدا راز په کابل کې د ښځو وروستیو نیونو ته هم اشاره کړې او دغه لړۍ یې هم خطرناکه بللې ده. دوی وایي، د افغان نجونو ژوند اوس‌مهال په یوې اوسپنیزه پنجره کې بند دی او له دغه حالته وتل خورا ستونزمن ښکاري.

د طالبانو مشر ملاهبت الله د نجونو او ښځو په تړاو لسګونه فرمانونه صادر کړي، چې له امله یې ټولنیز ژوند کې ښځې له سختو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ شوې دي. د همدې ډلې د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت بیا د خپل مشر سختدریځه فرمانونه په جدي توګه څاري. نه یوازې نړۍواله ټولنه او په کور دننه افغانان د دغه وزارت خلاف له کرکې ډک نظر لري؛ بلکې د طالبانو په منځ کې هم خپل مخالفین لري.

نور خبرونه

رادیو