د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې هغه هېڅکله هم د خپل هېواد د بزګرانو ګټې قربانولو ته چمتو نهدی، ان که اړ شي چې ډېره درنه بیه ورکړي.
مودي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د یوه اجراییوي فرمان په صادرولو سره د هند پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګوله. ټرمپ ویلي، چې هند په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له روسیې څخه تېل واردوي.