په غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله څلور نور کسان مړه شوي

۴ ساعتونه مخکې

د غزې روغتیايي چارواکو تازه معلومات ورکړي چې د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله څلور نور کسان، چې دوه یې ماشومان دي، د پنجشنبې په ورځ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې سره په غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر ۱۹۷ته رسېدلی دی.

د الجزیرې تلویزون د راپور له مخې، د اسراییل له خوا د غزې کلکه محاصره، بمبارۍ او د مرستو مخنیوی د دې لامل شوی چې په سیمه کې یو ناوریني حالت رامنځته شي.

په راپور کې راغلي، چې خلک د خوراکي توکو او دواګانو له سخت کموالي سره مخ دي، او هڅه کوي چې د هوا له لارې راغلې مرستندویه کڅوړې یا هغو مرکزونو ته ځان ورسوي چېرته چې مرستې وېشل کېږي، خو دا ځایونه هم ډېر وخت د بریدونو او ګډوډیو ښکار وي.

د روغتیايي چارواکو په وینا، د لوږې او خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، او دا یو روڼ ثبوت دی چې په غزه کې یوه انسان جوړې قحطي روانه ده. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې سمدستي او موثر اقدام وکړي څو د دې ناورین مخه ونیول شي او بېګناه ولس ته مرستې ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو