د فرانسې سوېل کې د پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله یو کس مړ شوی او ۹ نور ټپیان دي

۵۳ دقيقې مخکې

د فرانسې سیمه‌ییزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) وویل، چې د دغه هېواد په سوېل کې د یوې پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله یو کس مړ شوی او ۹ نور چې پکې څو اور وژونکي هم شامل دي، ټپیان شوي دي.

دغه اورلګېدنه چې د سې‌شنبې په ورځ د «اود» په سیمه کې پیل شوې، تر دې دمه یې شاوخوا ۱۲ زره هکټاره ځمکه سوځولې او د ځاني تلفاتو تر څنګ یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
د فرانسې خبري اژانس په وینا، دغې اورلګېدنې ۲۵ استوګنیزو واحدونو ته هم زیان اړولی او د اور وژنې عملیات چې شاوخوا ۲۰۰۰ اور وژونکي او څو ځانګړې الوتکې پکې برخه لري، لا هم روان دي.

نور خبرونه

رادیو