د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد به یې له هغو هېوادونو نه پر وارد شويو کمپیوټري چېپونو ۱۰۰ سلنه مالیه ولګوي چې په امریکا کې دننه نه تولیدېږي یا یې د تولید لپاره برنامه نشته.
هغه زیاته کړې، دغه مالیه یوازې پر هغو شرکتونو نه پلي کېږي چې په متحده ایالاتو کې فابریکې لري. د ټرمپ په وینا، که چېرې یو شرکت د فابریکې جوړونې ژمنه وکړي؛ خو پوره یې نهکړي، نو راتلونکي کې به د مالیې ورکولو ته اړ شي.
هغه نور جزییات ورنه کړل او دا لا روښانه نه ده، چې دغه پرېکړه به د کومو هېوادونو چېپونه اغېزمن کړي. د TSMC او Nvidia په څېر لویو شرکتونو چې په متحده ایالاتو کې پانګونه کړې ده، ښایي له دغې مالیې څخه معاف وي.