نتنیاهو: د ایران خلک غواړي ځانونه له دیکتاتورۍ څخه خلاص کړي

۶ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، که چیرې ایرانیان راپورته شي نو ایران د ابراهیمي تړونونو برخه کیدی شي.

هغه زیاته کړه:«زه فکر کوم چې دا هغه څه دي چې ډیری ایرانیان یې غواړي؛ دوی غواړي ځانونه له دې دیکتاتورۍ څخه خلاص کړي.»

نتنیاهو، د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ایران خلک ازادي غواړي او دوی غواړي ځانونه له دیکتاتورۍ څخه خلاص کړي.

هغه وویل: « زه دا په ښکاره توګه وايي؛ زه دوی ته ویډیوګانې لیږم او حیران یم، چې له ایران څخه په ملیونونو ځوابونه ترلاسه کوم، ځینې وختونه د دوی اصلي نومونو سره، د دوید څېروسره، تاسو به باور ونکړئ چې دوی دا کار کوي، مګر دا ښیې چې دوی د ازادۍ لپاره څومره وږي او تږي دي.»

د اسراییل لومړي وزیر وویل، که په ایران د ازادۍ لپاره کومه پېښه رامنځته شي، نو دا به له دې امله وي چې موږ اخوندي رژیم ته خورا قوي ګوزار ورکړی دی، او خلک به له دننه څخه راپورته شي.

نور خبرونه

رادیو