تازه خبر

سوېلي وزیرستان کې چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي

۳ ورځې مخکې

په خېبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې د سوېلي وزیرستان د واڼه ولسوالۍ په «رستم بازار» کې د پاکستاني پولیسو د یوه موټر ترڅنګ چاودنه شوې چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

سرچینو پنج‌شنبه (د زمري ۱۶مه) زیاته کړې، چې دغه چاودنه د پاکستاني پولیسو د ګزمې موټر ته نږدې شوې ده. د سرچینو په وینا؛ په ټپیانو کې دوه پولیس هم شامل دي. سرچینې وایي، دغه چاودنه د ریموټ کنټرول له لارې شوې ده.

سرچینو وړاندې ویلي، چې ټپیان د واڼې مرکزي روغتون ته لېږدول شوي. ورته مهال روغتیايي سرچینې وایي، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې، امنیتي تدابیر سخت کړل شوي او د چاودنې د عاملانو په تړاو پلټنې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو