امریکا او فرانسې د غزې او اوکراین د جګړو پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ

۳ ساعتونه مخکې

د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې او اوکراین د جګړو د پای ته رسېدو او د سیمې او نړۍ پر وضعیت خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مارکو روبیو او ژان نوېل بارو ټینګار کړی چې د اوکراین او غزې جګړې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د یاد وزارت په خبره: «دواړو لوریو د غزې د بشري وضعیت، د اوربند د ترلاسه کولو د هڅو، د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو، د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د سولې د ټينګښت او په سوډان کې د روانو ناخوالو په اړه خبرې وکړې.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې روبیو او بارو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري.

نور خبرونه

رادیو