په نورستان او بامیان ولایتونو کې په دوو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې ۱ کس مړ او د شپږو سیلانیانو په ګډون ۸ نور ټپيان شوي دي.
لومړۍ پېښه نن د نورستان د وایګل ولسوالۍ اړوند په اپراشتال سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې او په یاد موټر کې سپاره ۶ سیلانیان ټپيان شوي دی.
په نورستان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
له دې سره سم، د دوشنبې ورځې په مازدیګر بیا د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ کې په تبرقول کوتل کې په ورته پېښه کې ۱ کس مړ او یوه ښځه او یو ماشوم ټپيان شوي دي.
په بامیان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مسوولینو په وینا، د یاد موټر چلوونکی نیول شوی او دمګړۍ په توقیف کې دی.
د یادولو ده، چې په افغانستان کې ډېری ترافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.