ډونالډ ټرمپ: داسې ښکاري چې روسیه د بندیزونو د مخنیوي لپاره ښه کار کوي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که مسکو د جمعې تر ورځې پورې له اوکراین سره اوربند ته غاړه کېنږدي؛ نو پر روسیې به بندیزونه ولګوي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «بندیزونو ته اړتیا شته؛ خو داسې ښکاري چې روسیه د بندیزونو د مخنیوي لپاره ښه کار کوي. روسیه هوښیاره ده، په رښتیا چې په دې برخه کې ډېره پياوړې ده؛ باید وګورو چې څه کېږي.»
ټرمپ زیاته کړه، ښايي د امریکا ځانګړی استازی سټیف وېتکاف د چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځ روسیې ته سفر وکړي.
د امریکا ولسمشر د غزې د وضعیت په اړه وویل: «موږ یوازې غواړو، چې په غزه کې خلکو ته خواړه ورسېږي؛ نه داچې هغوی له لوږې مړه شي.»

نور خبرونه

رادیو