ایران په رسمي توګه د دفاع شورا د جوړېدو اعلان وکړ

۲ ساعتونه مخکې

د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې له اوربند څخه لږ تر لږه شپږ اوونۍ وروسته ایراني چارواکو په رسمي ډول د «دفاع شورا» په نوم د یوه نوي بنسټ د جوړېدو خبر ورکړ. په وروستیو ورځو کې د دې شورا د جوړېدو په اړه غېررسمي راپورونه خپاره شوي وو.

ایراني رسنیو د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) د ملي امنیت د عالي شورا د سکرترۍ له قوله راپور ورکړی، چې دغه شورا د اساسي قانون د ۱۷۶مې مادې له مخې د هېواد د دفاع شورا جوړېدل تصویب کړی دی.
د ملي امنیت د عالي شورا د سکرترۍ د اعلان له مخې، «د دفاع شورا به د هېواد د دفاعي طرحو او د وسله والو ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو موضوعات په متمرکز ډول څېړي.»
دغه بنسټ زیاته کړې: «د دې شورا مشري به د ولسمشر په غاړه وي او غړي به یې د قواو مشران، د وسله والو ځواکونو قوماندانان او یو شمېر اړوند وزارتونه وي.»
تر اوسه دا لا روښانه نه ده، چې د دې نوې شورا جوړېدل به د ایران پر پوځي وړتیاوو څه ډول اغېز ولري.

نور خبرونه

رادیو