د یمن حوثیانو په درېیو بې پیلوټه الوتکو سره اسراییل په نښه کړ

۵۵ دقيقې مخکې

د یمن د حوثیانو ویاند یحیی سریع په یوې اعلامیې کې ویلي، د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۱۲مه) په درېیو بې پيلوټه چاودېدونکو الوتکو سره یې اسراییل په نښه کړی دی. د نوموړي په وینا، په دې عملیاتو کې تل ابیب، عسقلان او حیفا سیمې په نښه شوې دي.

سریع زیاته کړې، دغه بریدونه د فلسطین له ولسه د ملاتړ، په لوږه کې د غزې د اوسېدونکو د ساتنې او د مسجدالاقصی جومات ته د سپکاوي په غبرګون کې ترسره شوي دي.

نوموړي یو ځل بیا خبرداری ورکړی، د فلسطین له ولسه به تر هغې ملاتړ ته دوام ورکړي چې په غزه کې جګړه ودرېږي او د دغه ښار کلابندۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

له دې سره سم، د اسراییل پوځ بیا ویلي چې د یمن له لوري یوه توغول شوې بې پیلوټه الوتکه یې په هوا کې له منځه وړې ده.

نور خبرونه

رادیو