تازه خبر

پاکستاني پوځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې ګرځ‌بندیز اعلان کړ

۱۳ ساعتونه مخکې

په خېبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستاني پوځ د بنو ولسوالۍ په نور سیمه کې د نامعلومې مودې لپاره ګرځ‌بندیز لګولی دی. د سرچینو په وینا؛ دغه پرېکړه وسله‌والو ډلو پر وړاندې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو په موخه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ؛ امنیتي ځواکونو د سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي او که مشکوک کسان وویني؛ نو سملاسي دوی خبر کړي.

همداراز خبرداری ورکړل شوی، چې تخریبي عناصر ښايي ملکي وګړي د انساني ډال په توګه وکاروي.

سرچینې وايي، هغه کورونه که ډزې ترې وشي؛ د پوځ له‌خوا د سملاسي نړېدو ګواښ ورته شوی. همداراز د هغو کسانو پر وړاندې چې وسله‌والو ته پناه ورکوي، د سخت غبرګون ګواښ ورته شوی دی.

نور خبرونه

رادیو