د امریکا د خوړو او درملو ادارې د کووېډ-۱۹ واکسینونو له امله د زړه ناروغیو خبرداری ورکړی

۲ ورځې مخکې

د امریکا د خوړو او درملو ادارې (اېف ډي اې) د فایزر (کومیرناټي) او مودرنا (سپایک‌وېکس) واکسینونو د معلوماتي پاڼې په تازه شوي متن کې د زړه د عضلې او شاوخوا پردې د التهاب (مایوکارډایټس او پیریکارډایټس) د نادر، خو احتمالي خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

دا ډول التهابونه ډېری وخت په ۱۲ تر ۲۴ کلونو کې د ځوانو نارینه‌وو تر منځ لیدل شوي، چې شمېر یې له ۲۷ تر ۳۸ پېښو پورې پر یو میلیون ډوز اټکل شوی دی.

عامې نښې یې د سینې درد، لنډه ساه اخیستل او تبه بلل شوي، خو دا حالتونه معمولا نرم وي او ناروغان ژر رغېږي.

اېف ډي اې وايي، دا خبرداری د خلکو د ښه پوهاوي او شفافیت لپاره زیات شوی او خلک باید د هر ډول غېر معمولي نښو پر مهال ژر تر ژره روغتیايي خدماتو ته مراجعه وکړي.

نور خبرونه

رادیو