معترضې ښځې وايي، طالبانو ته مشروعیت ورکول د جبر عادي کولو په مانا دی

پرون

د «ارغواني شنبو» په نوم د معترضو ښځو غورځنګ خبرداری ورکړی، چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره هر ډول تعامل، خبرې‌اترې یا هڅه په افغانستان کې د ظلم، جبر او پراخو بشري حقونو سرغړونو عادي کولو په مانا ده.

په اعلامیه کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو راهیسې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره پر یوه ناورین بدل شوی دی. د معترضو ښځو په وینا؛ ښځې له عامه ژونده اېستل شوې، له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نشته، په ډېری سکتورونو کې ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي او له نارینه سرپرست پرته له کوره نه‌شي وتلی.

د ارغواني شنبو غورځنګ په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دا محدودیتونه ناڅاپي یا لنډمهالي نه دي؛ بلکې د طالبانو د اېډیالوژۍ یوه برخه ده، چې په سیستماتیک ډول د ښځو ازادي ځپي.

په بیان کې ویل شوي، چې د نړۍ ځینې هېوادونه هڅه کوي طالبان د بدلون لپاره مجبور کړي یا له دوی سره د پټ تعامل له لارې سیمه‌ییز ثبات ډاډمن کړي؛ خو د دغه بنسټ په وینا، دا ډول چلند د اصلاحاتو پرځای یوازې د یوه استبدادي رژیم له مشروعیت سره مرسته کوي.

نوموړي غورځنګ خبرداری ورکړی، چې د افراطیت پر وړاندې نرمښت نه یوازې سوله نه راوړي؛ بلکې د ترهګرۍ، تاوتریخجنو افکارو خپرېدو او ځپلو ته لاره هواروي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو تر واک افغانستان یوه ملي فاجعه او نړۍواله اندېښنه ده.

تر دې مخکې د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د ښځو شورا د جرمني حکومت له‌خوا په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د دوو استازو د منلو وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې د «ډیموکراسۍ او بشري حقونو» له اصولو سرغړونه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو