د برېتانیا استخباراتي او امنیتي ادارو کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې خپل ماشومان له انټرنټي زهرجنو موادو وساتي، ځکه چې ګڼ کمعمره کسان د ترهګرو د تبلیغاتو ښکار کېږي او د خطرناکو لارو پر لور روانېږي.
د برېتانیا د کورني استخباراتو مشر سرکین مک کالوم ویلي: «یوازې په څو کلیکونو کې ځوانان له ترهګرو سره انلاین خبرې کولی شي او د تاوتریخوالي موادو ته لاسرسی مومي. ترهګر په ښکلو پروپاګندونو سره هڅه کوي، چې ځوانان خطرناکو او د ژوند بدلوونکو لارو ته جذب کړي.»
د چارواکو په وینا، اوسمهال له هرو پنځو کسانو څخه چې د ترهګرۍ په تړاو نیول کېږي، یو یې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لري او د حکومت د ضد افراطیت پروګرام (Prevent) ته نیمایي راجع شوي کسان ماشومان دي.
د ملي جرمونو ادارې او د ترهګرۍ ضد پولیسو مشرانو هم له کورنیو غوښتنه کوي، چې د ماشومانو د انټرنټ کارونې څارنه وکړي.
د ترهګرۍ ضد پولیسو مشرې ویکي ایوانز ویلي: «موږ له والدینو غواړو چې په روټرونو، وسایلو او اپلیکېشنونو کې د کورنیو د کنټرول فیوچر فعال کړي او له ماشومانو سره د انلاین خوندیتوب په اړه خبرې وکړي.»
د ملي جرمونو ادارې یوه بل چارواکي الکساندر موري هم خبرداری ورکړی، چې د انلاین تاوتریخوالي، افراطیت، جنسي ځورونې، درغلیو او سایبري جرمونو ګواښ په چټکۍ سره ډېر شوی دی.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی، چې د «فایو ایز» هېوادونو لکه د برېتانیا، امریکا، اسټرالیا، نیوزیلنډ او کاناډا مشرانو تېر کال له کورنیو غوښتي وو، چې د انټرنټ له لارې د افراطیت پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.