عمران خان: په بند کې له ناوړه چلند او د امکاناتو له نشتون سره مخ یم

۴ ورځې مخکې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له اډیاله بندخونې څخه یو سخت او احساساتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې له ځان سره د روان بد چلند، د بشري حقونو د سرغړونو او د سیاسي ملګرو ترمنځ د اختلافاتو پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

عمران خان ویلي: «د پاکستان په تاریخ کې له هېڅ سیاسي شخصیت سره داسې سلوک نه دی شوی لکه څنګه چې له هغه سره روان دی.»

هغه زیاتوي: «په قانون کې بدلون د عدليې نظام لاسونه تړلي، ځکه خو تورې پرېکړې کوي. دا مو ټول ليدلي دي، نو له ازادې عدليې پرته د یوه ملت بقا ناشونې ده.»

خان وایي: «نواز شریف سره له دې چې پر فساد تورن و، خو په بندخونه کې ورته هر ډول اسانتیاوې برابرې شوې. خو زه بې‌ګناه یم او زما غېرسیاسي مېرمن بشری بېګم هم د قانون خلاف زندان ته اچول شوې ده.»

هغه د زندان دننه حالات ډېر خراب بللي او وایي، چې ان د اودس لپاره هم پاکې اوبه نه ورکول کېږي. «هغه اوبه چې راکول کېږي، ناپاکې وي او خاورې پکې وي، په کومو چې یو انسان اودس هم نشي کولای.»

نوموړي شکایت کړی، چې د کورنۍ له لوري ورته استول شوي کتابونه نه ورکول کېږي، اخبار او ټلوېزیون هم بند دي او له خپلو ماشومانو سره د تماس اجازه نه لري.

عمران خان د تحریک انصاف ګوند ټولو غړو ته په واضیح ټکو کې پیغام ورکړی دی، چې خپل ټول اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او یوازې د "اګسټ د پنځمې تحریک" په اړه تمرکز وکړي.

هغه ویلي: «زه ۷۸ کلن زوړ نظام سره جګړه کوم. که د ګوند غړي دا وخت خپلمنځي اختلافاتو کې وخت ضایع کړي، نو دا به یو ډېر افسوسناک کار وي. څوک چې ګوندي ډلې جوړوي، زه به یې له ګوند څخه وباسم.»

هغه زیاته کړې، چې دا یوه قرباني ده چې د راتلونکو نسلونو لپاره یې ورکوي او هر ډول داخلی اختلافات د ده د لیدلوري او موخې خلاف دي.

عمران خان ویلي، چې د عدلیې سیسټم بې صلاحیته شوی او د پاکستان حکومت له خوا په ټاکنو کې د لاسوهنې او د عدلي واکونو محدودول یې غندلي دي.

د عمران خان پیغام یو واضیح خبرداری او غوښتنه ده، چې د تحریک انصاف ګوند ټول مشران او ملاتړي دې د سیاسي اختلافاتو پرځای د اساسي مبارزې پر لور ورمخکې شي.

نوموړی وایي، چې د ده قربانۍ باید بې‌موخې پاتې نه شي او د پاکستان راتلونکی یوازې د قانون، عدالت او ولسواکۍ پر بنسټ خوندي کېدای شي.

نور خبرونه

رادیو