صالح: د افغانستان د اساسي قانون په راتلونکې جرګه کې باید د ډیورنډ کرښې مسله شامله شي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس پاڼه ویلي، چې ولې د ۲۰۰۴کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې د ډیورنډ کرښې موضوع نه‌ده مطرح شوې.

هغه وايي، دغې جرګې هم کورنی او هم بهرنی مشروعیت لاره او که د ډیورنډ کرښې په اړه بحث شوی وای؛ نو دغه مسله به حل شوې وه.

ښاغلي صالح که څه هم په دې اړه ډېر څه نه دي ویلي؛ خو په وینا یې، افغانستان یوه ډېره مهمه او ښه موکه له لاسه ورکړه او باید د اساسي قانون په راتلونکې جرګه کې دغه مسله په پام کې ونیول شي.

هغه کاږلي:« زه د ۲۰۰۴کال د اساسي قانون د جرګې غړی نه وم؛ خو هیچا دغه موضوع یاده نه کړه، افغانستان هغه وخت د ټولې نړۍ د پام وړ و او کېدای شوای، چې دغه مسله پکې یو طرفه شوې وای.»

هغه همدا راز ویلي:« داسې نشوای کېدای، چې په اساسي قانون کې ولیکل شي چې د افغانستان جغرافیه بشپړه نه ده او باید د ډیورنډ کرښې په اړه لانجه حل شي.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښه د کابل او اسلام اباد ترمنځ له لانجمنو مسلو څخه یوه مهمه مسله ده؛ افغان مشرانو په وار، وار دا خبره کړې، چې په دې تړاو پرېکړه حکومتونه نه؛ بلکې د کرښې دواړه خواوو ته پراته ولسونه او قومونه کولای شي.

نور خبرونه

رادیو