د ایران د اورګاډي ادارې رییس ویلي، چې پلان لري په راتلونکي میاشت کې د تهران ـ هرات ترمنځ د مسافر وړونکي اورګاډي خدمات پیل کړي. نوموړي دغه پروژه د سیمې د ترانزیټ او د افغانستان ـ ایران اړیکو لپاره مهم پرمختګ بللی.
د ایران د اورګاډي ادارې رییس جبار علي ذاکري د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې پلان لري تر یوې میاشت پورې د تهران ـ هرات او په راتلونکو دوو میاشتو کې د تهران ـ انقرې ترمنځ د مسافر وړونکي اورګاډي خدمات پیل کړي.
نوموړي ویلي، چې له پنځه کلن ځنډ وروسته یې د تهران ـ وان اورګاډی بېرته فعاله کړی او د تاجکستان د مرو او دوشنبې ښار لور ته هم د اوګاډو تګ راتګ پیل شوی دی.
ذاکري ویلي:«د اورګاډو له لارې به د هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې پراخې شی. زموږ د هېواد د اورګاډي شبکه تاریخي ارزښت لري او د ګرځندوی فعالیتونو له پلوه هم عاید لري او هم ډېره جاذبه لري.»
د ایران د اورګاډي ادارې رییس ویلي، چې د عراق له کردستان څخه افغانستان ته د نفتي توکو د انتقال لپاره هم د رېل پتلۍ شبکې ته ۱۰۰ ټانکري واګونونه ور اضافه شوي دي او هڅه کوي، چې د ترانزیټ د ظرفیت لوړولو لپاره هره میاشت له ۴۰ تر ۵۰ نور واګونونه هم دغې شبکې ته ور ډېر کړي.