د «ارغواني شنبو غورځنګ» په یوه خپاره کړي بیان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت غړو لهخوا د کابل په شهر نو کې د ۵۰ ښځو نیولکېدل غندلي دي. دغه غورځنګ د طالبانو له زندانه د دغه ښځو د سملاسي او ځنډ پرته د خوشېکېدو غوښتنه کړې ده.
د یاد غورځنګ په بیان کې راغلي، چې داغه کړنه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو یوه څرګنده بېلګه ده. د دغې مدني ټولنې په وینا، په افغانستان کې ښځې د خپلو جامو د غوره کولو، د زدهکړې دوام، کار یا ان په عامه ځایونو کې ازادي نهلري او په خپل هېواد کې یرغملې شوې دي.
دغه غورځنګ دا پېښه د انساني وقار سپکاوی او د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د دا ډول سیاستونو دوام به د افغان ټولنې لپاره خطرناکې پایلې ولري.
نوموړي غورځنګ پر ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د دغه ډول ظلمونو پر وړاندې غلي پاتې نهشي او طالبان د ښځو د نیولو او ځپلو مسوول وګڼي.
د ارغواني شنبو غورځنګ ټینګار کړی، چې د افغان ښځو د حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي، د جنسیتي تبعیض پر وړاندې به مبارزه وکړي او پر نړۍوالې ټولنې به د عملي اقداماتو لپاره فشارونه راوړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی و چې طالبانو وړمه ورځ د کابل ښار په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دا ښځې یې د کومو تورونو له امله نیولې دي؛ خو یو شمېر نیول شوې ښځې د کورنیو لهخوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو او تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوې دي.