د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د مرستو ادارې تازه خبرداری ورکړی، چې غزه کې د ماشومانو روغتیايي وضعیت له حده ډېر خراب شوی.
د دغه ادارې د راپور له مخې، له هر لسو ماشومانو چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، یو یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دی.
دا وضعیت د سیمې د اوسېدونکو لپاره د یوې ژورې انساني فاجعې نښه ده.
یاده اداره وايي، چې پر روغتیايي مرکزونو، مرستندویه دفترونو او عامه زېربناوو د اسراییل پرلهپسې بریدونو نه یوازې د مرستو رسونه له خنډ سره مخ کړې، بلکې د خلکو ژوند یې هم له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د بشري مرستو د مخنیوي له امله خوراکي مواد، درمل او نور اساسي توکي خلکو ته نه رسېږي، چې له امله یې ماشومان او کمزوري کسان تر ټولو ډېر زیان ویني.
دا اداره له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې ژر تر ژره او بې له خنډه د بشري مرستو لاره خلاصه کړي، څو دا روانه انساني فاجعه مهار شي او د غزې مظلوم ولس ته اړینې مرستې ورسېږي.