برېتانیا له پنځو کلونو وروسته بیا پاکستاني الوتکو ته اجازه ورکړه، چې برېتانیا ته الوتنې وکړي.
دا بندیز په ۲۰۲۰ کال کې وروسته له هغې ولګول شو، چې د پاکستان یوې الوتکې سقوط وکړ او شکونه راپورته شول چې ځیني پیلوټان جعلي جوازونه لري.
د راپورونو له مخې، اوس چې پاکستان د الوتنو د خوندیتوب سیستم ښه کړی، برېتانیا دا بندیز لرې کړ.
دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې، چې پاکستان هڅه کوي خپل ملي هوايي شرکت (PIA) خصوصي کړي.
پي ای اې وايي، چې له دې بندیزه یې شاوخوا ۱۴۴ میلیونه ډالره زیان لیدلی دی، ځکه د لندن، منچسټر او برمنګهم الوتنې د دې شرکت تر ټولو ګټورې لارې وې.
اوس تمه ده، چې دا الوتنې بېرته پیل شي او شرکت له مالي ستونزو راووځي.