د طالبانو د بندیزونو دوام: په کندهار کې ښځې له کوچنیو خوړنځیو هم منع شوې

۱۹ ساعتونه مخکې

له کندهار ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لویو هوټلونو پرته په ټولو کوچنیو خوړنځیو، شېریخ‌خانو او ورته ځایونو کې د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی.

سرچينې وايي، چې په کندهار کې د ښځو پر ازاد تګ و راتګ بندیزونه ورځ تر بلې پراخېږي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) ویلي، چې د ښار په هرات بازار، ښکاپر بازار او د ښځو ځانګړي بازار (رنګریزانو کوڅه) کې چې هره ورځ ډېرې ښځې ورځي، په دې وروستیو کې پر وړو خوړنځایونو او شېریخ‌خانو د ښځو پر تګ بندیز لګول شوی دی.

دې کوچنیو خوړنځایونو ته به هره ورځ یو شمېر ښځې له خپلو ماشومانو سره ورتلې او هلته به یې خواړه یا شېریخ خوړل.

د کندهار یو اوشېدونکی چې په هرات بازار کې کوچنی رستورانټ لري، د نوم د نه یادولو په شرط وویل: «موږ د ښځو لپاره جلا او خوندي ځای جوړ کړی او د نارینه‌وو لپاره بېل ځای دی؛ پرده‌دار او پاک چاپېریال لري، خو تېره اوونۍ د امربالمعروف کسان راغلل او راته یې وویل، که مو بیا دلته ښځې ولیدې، دوکان به در بند کړو.»

د هغه په وینا، دا بندیز نه یوازې د ښځو پر ازادي حمله ده، بلکې د دوی پر کاروبار هم مستقیم منفي اغېز کوي.

د دوی په وینا، ډېری ښځې یې مشتریانې وې چې له خپلو ماشومانو سره به راوتلې او د کور لپاره به یې توکي اخیستل، خو اوس هغوی نه شي ورتلای او د دوی کاروبار هم ورسره زیانمن شوی دی.

د سرچینو په خبره، په ځینو سیمو کې که ښځې له خپلو کورنیو سره هوټل ته ولاړې شي، هلته هم له ډېر ناوړه چلند سره مخ کېږي.

د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف محتسبین وخت ناوخت له هغو کورنیو پوښتنې کوي چې یو نارینه او یوه ښځه یوځای ناست وي، یا هم کومه ښځه له یو نارینه سره مل وي.

د امربالمعروف دا بندیز تر ډېره د کوچنیو رستورانټونو، وړو او عامو خوړنځیو پورې محدود پاتې شوی؛ خو تر دې وړاندې بیا لویو هوټلونو ته ویل شوي وو، چې ښځې او نارینه دې سره څنګ پر څنګ نه کېني، بلکې مخامخ باید ناست وي.

د کندهار ښار د امربالمعروف چارواکي یوازې په مشهورو بازارونو لکه هرات بازار کې دا بندیز نه دی لګولی، بلکې د ښار په نورو سیمو لکه د لوی ویالې بازار، پنجوايي دوراهي او نورو ناحیو کې یې هم دا بندیز تطبیق کړی.

د کندهار ښار د نهمې ناحیې د لویې ویالې سیمه کې یو کس چې د شیریخ پلورلو دوکان لري وايي: «د ښځو لپاره مې ځانګړی ځای درلود، نه موسيقي وه، نه ګډه ناسته، نه هم بل څه خو طالبان راغلل، ویل یې چې ښځې باید دلته داخل نه شي او نور دلته اجازه مه ورکوئ.»

واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې کندهار له ډېرو سختو بندیزونو سره مخ دی.

نجونې له ښوونځیو، پوهنتونونو، پارکونو، سینګار ځایونو او ګڼو نورو ټولنیزو فعالیتونو محرومې شوې وې او اوس دا لړۍ تر خوړنځیو هم رسېدلې ده.

د کندهار یوه اوسېدونکې عایشه وايي، چې په کندهار کې ښځې ورځ تر بلې له سختیو سره مخ کېږي او کندهار اوس د زندان په څېر ورته جوړ شوی دی.

هغې وویل: «دا بندیزونه یوازې د فزیکي ځایونو بندول نه دي، دا د ښځې پر موجودیت، کرامت او انساني حقونو برید دی، خوړنځایونه د خوراک ځای دی، دا هېڅ مذهبي یا شرعي توجیه نه لري چې ښځې دې په هغه ځای کې هم نه کېني چې هېڅ نارینه نه وي.»

د خوړنځیو مسوولین د بازار دوکانداران او ان هغه کسان چې د ښځو اړوند توکي پلوري وایي، چې دا بندیز به یې اقتصاد ته ضربه ورکړي.

د نړۍوالو بشري حقونو بنسټونو د طالبانو دا ډول چلند په وار - وار غندلی، خو د داخلي فشارونو او غږونو نشتوالي له امله دا بندیزونه دوام مومي.

نور خبرونه

رادیو