پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې پر ښځو لګېدلو پراخو بندیزونو د هغوی رواني روغتیا له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.

له زده‌کړو، کار، ورزش او تفریح څخه محرومې شوې ښځې ځانونه زندانیان احساسوي او د ځوانو نجونو ترمنځ د ځان‌وژنې هڅې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د ښځو د رواني روغتیا متخصصه ډاکټر حنیفه وايي: «د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زموږ د مراجعینو شمېر څو برابره زیات شوی. ډېری ځوانې نجونې د رواني فشار، ژور خپګان، بې هدفۍ او ټولنیزو بندیزونو له امله د ځان وژنې هڅې کوي. موږ ډېر هڅه کوو چې قناعت ورکړو، خو له بده مرغه ټولنیز وضعیت او د طالبانو بندیزونه زموږ درملنه هم محدودوي.ِ»
۲۳ کلنه نظیفه وايي: «زه نور ستړې شوې یم، ان له کورنۍ سره نه شم کولای چې یوه ساده تفریح ته لاړه شم. ټول پارکونه، مېله ځایونه او ورزش ځایونه زموږ پر مخ تړلي دي. موږ زندانیان یو، یوازې توپیر دا دی چې زموږ زندان دېوال نه لري.»
یوې بلې ځوانې نجلۍ شګوفې له ژورې خواشینۍ سره - سره وویل: «پر ټولنیزو رسنیو وینو چې بهرنیانې ښځې د افغانستان ښکلاوو ته د سیاحت لپاره راځي، دوی ته امنیت برابر وي او هر ځای ګرځي، خو موږ د همدې هېواد اوسېدونکي یو، نه ښوونځي ته تللی شو، نه دفتر ته، نه بازار ته، نه پارک ته. ایا موږ بشر نه یو؟ زموږ ګناه څه ده؟»
د بشري حقونو مدافعین خبرداری ورکوي، چې که دا وضعیت دوام ومومي، د افغانستان د ښځو یو نسل به له شدیدو رواني او ټولنیزو زیانونو سره مخ شي، چې اوږدمهاله بدې پایلې به ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د ښځو اجراییه مشرې سیما باهوس په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې وویل، چې د یوې ارزونې له مخې ۹۰ سلنه افغان مېرمنې وایي چې له بد رواني وضعیته کړېږي.
هغه همداراز ویلي و، د دوی موندنې ښیي چې ۸ سلنه مېرمنې وایي داسې نجونې او مېرمنې دوی پېژني چې د ځان وژنې هڅه یې کړې ده.
د نوموړې په خبره، ارزونه ښیي چې ۶۴ سلنه مېرمنې په بشپړ ډول له کوره بهر د ناامنۍ احساس کوي چې دغه کچه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده.
د افغان ښځو ددې ناوړه وضعیت پر دوام بیا د جرمونو نړۍوالې محکمې تېره اوونۍ د سې‌ شنبې په ورځ د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني لپاره د نیولو حکمونه صادر کړل. دغه حکمونه د ښځو، نجونو او نورو ډلو د سیستماتیکې ځورونې له امله د بشریت ضد جرمونو په تور صادر شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د څلورمې کلیزې په درشل کې دا حکمونه د تشو ژمنو، شفاهي غندنو او بې معنې عدالت وروسته د امید یو څراغ وړاندې کوي.
دا د طالبانو د حساب ورکولو او د افغان ښځو او نجونو د نه ستړې کېدونکو هڅو د منلو په لور لومړی ګام دی، چې د سیستماټیک جنسیتي ظلم پر وړاندې مستند، مقاومت او مبارزه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې د شپږم ټولګې پورته نجونې له زده‌کړو منع کړي، زرګونه ښځې یې له دولتي او نادولتي دندو نه اېستلي او ان د هغوی پر عامه ژوند یې هم سخت محدودیتونه لګولي دي. همداراز، د ښځو لاریونونه هم په تاوتریخوالي سره ځپل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو