د فرانسې شراب او پنیر جوړوونکي: د امریکا تعرفې به موږ ته سخت زیان ورسوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۲

د فرانسې د پنیر او شرابو تولېدوونکو خبرداری ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اروپايي اتحادیې پر وارداتو د ۳۰ سلنې ګمرکي تعرفو وضع کولو ګواښ به د دغه هېواد د کرنې او خوړو پر صنعت ناوړه اغېز وکړي.

د راپورونو له مخې، امریکا د فرانسې د لبنیاتو او شرابو لپاره مهم بازار دی او دغه سکټور له امریکايي بازار څخه هر کال نږدې ۳۵۰ میلیونه یورو ترلاسه کوي.

فرانسوي صادروونکي اندېښنه لري، چې د امریکا لوړې تعرفې به د دوی د محصولاتو بیې ډېرې لوړې کړې او امریکایان به یې د رانېولو توان ونه لري.

نور خبرونه

رادیو