د ایران د ولسمشر مرستیاله: نور په ایران کې د افغان کډوالو د کوربتوب ظرفیت نه لرو

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۱

د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې ویلي، چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر له درناوي سره دوام لري. نوموړې ویلي، چې ایران نور د دغو ناقانونه کډوالو د کوربتوب ظرفیت نه لري.

د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې زهرا بهروزاذر د شنبې په ورځ په دوغارون کې د افغان کډوالو د ستنولو له بهیره له نږدې لېدنه کړې او وايي افغان کډوال په خورا درناوي سره ستنول کیږي.

نوموړې ویلي:«په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره شرایط نه دي مساعد او دا کسان د عزت او درناوي په فضا کې له ایران څخه وځي.»

نوموړې زیاتوي، چې د ایران په پولو کې د افغان کډوالو ستنولو بهیر کې هېڅ ډول ستونزې نشته، خو د افغانستان لورې ته د ستونزو شتون د دې لامل شوی، چې د ستنولو بهیر کې ځیني وړې ستونزې رامنځته کیږي.

بهروزاذر زیاتوي:«د ایران حکومت هڅه کوي، څو ډاد ترلاسه کړې، چې د ناقانونه کډوالو د ستونولو پروسه په سوله ییزه توګه ترسره شي، ځکه نور موږ د دې خلکو د کوربه‌توب ظرفیت نه لرو.»

پر همدغه مهال نوموړې ویلي، چې افغان کډوال د قانون له مخې، له ایران څخه د وتلو پرمهال د خپلو ټولو وسایلو د اېستلو حق لري.

خو پر همدغه مهال هغه افغان کډوال چې له ایران څخه په جبري توګه راستنول کیږي وايي، د ایران حکومت او خلک له افغان کډوالو سره د سپکاوي ډک چلند تر څنګ افغانستان ته د دوی د سرمایو د انتقال اجازه هم نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو