د افغان ایواک مشر شان وانډيور د شنبه په ورځ په یوه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له سخت حالت سره مخ دي.
نوموړي زياته کړې: «ځيني هېوادونه هڅه کوي هغه ښځې، چې زموږ تر څنګ یې مبارزه کړې افغانستان ته بېرته واستوي، چې د دوی لېږل به ناسم وضعیت رامنځته کړي.»
د راپورنو له مخي د هغه افغانانو لپاره، چې په امریکا کې د دايمي اوسېدو اسنادو ته په تمه دي، د دوشنبې په ورځ يې موده پای ته رسيږي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
یو افغان څېړنيز خبریال عبدال فراجي په یوه مرکه کې ویلي: «د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې ترهګره ډله پر واک ده نو زه نه پوهېږم بیا دغه هېواد د هغو افغانانو لپاره چې په امریکا کې یې ژوند کړی او خپل وطن ته استول کيږي څنګه خوندي ګڼل کيږي.»
د نوموړي په خبره، چې دا مهال ۲۰ زره افغانانو د اوسېدو اسناد ترلاسه کړي خو ډېر شمېر افغانان لا نه پوهېږي، چې څنګه د پنا غوښتنه وکړي او توان هم نه لري څو وکیلانو ته پيسې ورکړي.
د دغه افغان خبريال په خبره، چې ډېر شمېر افغانان په پاکستان کې، چې هلته د امریکا سفارت هم شته د وتلو په تمه د یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
هغه زياتوي، چې په پاکستان کې یو شمېر افغانانو نورو هېوادونو له ډېر انتظار او نفستنګی څخه ځان وژنې کړي.
د هغه په خبره، چې د بهرنيو ځواکونو سره د ډېرو افغانانو ګډ کار او اوس مهال بیا افغانستان ته ستنېدل به د همدې کورنۍ ژوند له مرګ او ګواښ سره مخ کړي.
له ۲۰۲۱ کال وروسته، زرګونه افغانان د امریکا له لوري د تخلیې بهیر پر مهال یا ورسره د همکارۍ له امله دغه هېواد ته انتقال شول. که څه هم نږدې ۲۰ زره افغانانو د دایمي اوسېدو اسناد ترلاسه کړي، خو لا هم زرګونه نور د حقوقي نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ د هغو افغانانو لپاره چې لا یې د پناه غوښتنې بهیر بشپړ شوی نه دی، د موقت استوګنې اسناد پای ته رسېږي، چې دا وضعیت هغوی د امریکا څخه د ایستلو له جدي ګواښ سره مخ کوي.
په ورته وخت کې، زرګونه افغانان لا هم په پاکستان کې د امریکا سفارت له لارې د وتلو هڅې کوي، خو د اوږده ځنډ، حقوقي محدودیتونو او اقتصادي کمزورتیا له امله له بېسرنوشتۍ سره مخ دي.