د جاپان حکومت د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف ته په افغانستان کې د پولیو د لهمنځه وړلو او د واکسیناسیون د پیاوړتیا لپاره ۵ مېلیونه ډالر مرسته کړې ده. دا مرسته د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې شوې ده.
د ماشومانو وجهي صندوق پرون (پنجشنبه) په خپله وېبپاڼه لیکلي، چې د دغه پروګرام موخه په یو کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر ۱۳ مېلیونو ډېرو ماشومانو ته پاملرنه ده. دا پروژه به ماشومانو ته د پولیو واکسین چمتو او د واکسین منظم پروګرام پیاوړی کړي.
یونېسف زیاته کړې، سره له دې چې د ماشومانو او مېندو د مړینې په کمښت کې پرمختګ شوی؛ خو روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی لاهم په افغانستان کې یوه لویه او جدي ستونزه بلل کېږي. د پولیو په څېر خطرناکې؛ خو د مخنیوي وړ ناروغۍ لاهم ماشومان ګواښي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي، چې د جاپان حکومت او خلک یې په افغانستان کې د پولیو له منځهوړلو په برخه کې همکاري کوي او هیلهمن دی چې دا نوې مرسته د افغان ماشومانو او کورنیو په ژوند کې ښهوالی راولي.
یونېسف وايي، چې دا مرسته به په ۲۰۲۵ کال کې د ماشومانو واکسین پوره او په اړمنو سیمو کې د روغتیا پروګرامونو د ښه پلي کولو لپاره لاره هواره کړي. دغه سازمان د افغان ماشومانو لپاره د جاپان د دوامداره ملاتړ ستاینه کړې ده.
د یادونې ده، افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې پولیو پهکې لهمنځه نه ده وړل شوې.