د روسیې لهخوا د طالبانو تر رسمیت پېژندنې وروسته، ځینو روسي سفري شرکتونو د دغه هېواد د وګړو لپاره افغانستان ته د اونیزو سفرونو اعلانونه پیل کړي دي. د دغه سفرونو بیه له ۲۲۳زره روبلو (شاوخوا درې زره امریکایي ډالرو) څخه پیلېږي.
د راپورونو پر بنسټ؛ د دغه سفرونو اعلانونه لومړی ځل د روان کال اپرېل میاشت په ځینو روسي وېبپاڼو کې خپاره شوي وو. شاټ ټېلیګرام چینل ویلي، چې د سېلانیانو لومړۍ ډله به د جولای تر نیمایي پورې افغانستان ته ورسېږي.
که څه هم دا لا څرګنده نه ده، چې څومره روسي وګړو دغه سفرونو ته لېوالتیا ښودلې؛ خو دې سفرونو ته داسې مهال تبلبغات ګرم شوي، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت یوې ښې کچې ته رسېدلې دي.
روسیې اعلان کړی، چې له طالبانو سره د انرژۍ، کرنې، ټرانسپورټ او زېربناوو په برخو کې همکارۍ ته چمتو ده. همداراز، د روسیې د هوايي چلند چارواکو ویلي، چې ښايي ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي.
د دې ټولو سره سره، د روسیې حکومت د دغو سفرونو د خوندیتوب په اړه څه نه دي ویلي. دا لا روښانه نه ده، چې دا سفرونه خطرناک دي یا د یوې ځانګړې او یوې نوې تجربې په توګه وړاندې کېږي او دا هم لا روښانه نه ده، چې ایا د روسیې حکومت به افغانستان ته د خپلو سفر کوونکو ملاتړ وکړي او که نه.
بلخوا، لوېدیځ هېوادونه افغانستان ته د سفر کولو سخت مخالفت کوي او دا ډېر خطرناک ګڼي. دوی خبرداری ورکړی، چې د افراطي ډلو ګواښ، د زېربناوو او قونسلګرۍ خدماتو نشتوالي افغانستان ته سفر ناامنه کړی دی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ډغې ډلې پر خلکو، په ځانګړي ډول پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي. د نجونو ښوونځي تړل شوي، اعدامونه او بدني سزاوې بیا پیل شوي او هره ورځ د خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو دا کړنې له نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې بولي.
ورته مهال، د اناتولي ارونوف په نوم یو روسي سوداګر د «طالبانو سفر» په نوم یو شرکت جوړ کړی او د رسمي نوملیکنې لپاره یې غوښتنه کړې ده. که څه هم د سفر اعلانونه ډېر ژر بند شول؛ خو شاوخوا ۳۰۰ کسانو لیدلي وو.
په تېرو وختونو کې هم په روسیه کې د داسې سفرونو د پیلولو هڅې شوې دي. په ۲۰۲۱ کال کې د «طالبانو سوداګریز سفرونه» په نوم د کراسنویارسک په ښار کې تبلغیات شوي وو. په دې سفرونو کې کندهار ته سفر او د افغان کلتور پېژندنې په نوم اعلانونه شوي وو.
طالبان تر دې وروستیو پورې په روسیه کې د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېدل. اوس دا نوم لرې شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم عادي شوې دي او ویل کېږي، چې د طالبانو او مسکو ترمنځ به د امنیت، سوداګرۍ او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د همکارۍ زمینه نوره هم پراخه شي.