د امریکا د کانګرس غړي، مایکل مککال، د روسیې له خوا طالبانو ته د رسمي مشروعیت ورکولو پرېکړه «خطرناک» بللې او ویلي یې دي چې دا اقدام د طالبانو د ظالمانه او زورپالې واکمنۍ په رسمیت پېژندلو معنا لري.
مککال وویل: « زه دا اقدام غندم. دا نه یواځې د طالبانو د زورواکې واکمنۍ تایید دی، بلکې د نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو سره ښکاره جفا ده.»
نوموړي زیاته کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، هلته یو ویجاړوونکی بشري بحران رامنځته شوی، د ښځو حقونه له منځه تللي، امریکایي وګړي د سیاسي معاملو لپاره یرغمل نیول شوي، او د طالبانو د استبدادي رژیم مخالفان ښکاره اعدام شوي دي.
مککال همداراز د چین له خوا د روسیې د اقدام هرکلی ته په غبرګون کې ویلي: « دا یوه ښکاره هڅه ده چې د یو نامقدس ایتلاف له خوا خپلو متحدینو ته مشروعیت ورکړل شي. دا چاره د نړیوالو اصولو، د بشري حقونو، او د افغان ولس له ارادې سره په ټکر کې ده.»
هغه ټینګار کړی چې د نړۍ د ازادو هېوادونو له مشرانو سره یو ځای، دا ډول خطرناک اقدام باید وغندل شي او نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د رسمي تعامل پر ځای، د افغان ولس حقونو ته لومړیتوب ورکړي.