د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په کابل او غزني ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په درو وهلي دي.
دغې محکمې ویلي، چې په کابل ولایت کې یې یوې ښځې ته د «زنا او له کوره د تېښتې» په تور د ۳۹ درو او یو کال تنفیذي بند سزا ورکړې او په غزني کې یې بیا یو بل کس ته د «زنا» په تور د يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۰ درو سزا ورکړې ده.