طالبان: روسیه، هند او چین زموږ د صادراتو تر ټولو ستر بازارونه دي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، چې په ورستیو دریو کلونو کې روسیې، هند او چین ته د افغانستان صادرات ډېر شوي او درې واړه هېوادونه د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازارونه دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ، د صادراتو ملي ورځې نمانځلو پرمهال وویل، چې په وروستیو دریو کلونو کې روسیې، هند او چین ته د افغانستان صادرات ډېر شوي دي.

عزیزي زیاته کړه، چې دوی هڅه کوي د دوه اړخیزو او څو اړخیزو هوکړه لیکونو او سوداګریزو همکاریو له لارې د صادراتو ډېر فرصتونه رامنځته کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر له افغان صادروونکو څخه د تولیداتو د کیفیت او معیار د لوړولوغوښتنه هم کړې.

په ورته مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد ویلي، هڅه کوي، چې افغانستان له وارداتي په صادراتي هېواد بدل کړي.

نوموړی زیاتوي:«د تولیداتو او صادراتو د زیاتوالي په لاره کې کوټلي ګامونه اخېستل شوي، اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.»

پر همدغه مهال د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د افغانستان د صادراتو د پیاوړتیا غوښتنه کړې:«د‌ وارداتو پر ځای پر صادراتو تمرکز وکړئ، ځکه که په وارداتو کې بالفعله ګټه ده، خو په اوږده مهال کې دا د هېواد په زیان بولم، باید دا موضوع درک او په مشترکه توګه پر داسې لارو چارو بحث او کار وشي، چې پایله یې د افغانستان د صادراتو پیاوړتیا او پراختیا وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصايي او ملعوماتو ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې د افغانستان صادرات ډېر شوي او په همدې میاشت کې یې بهرنیو هېوادونو ته د ۱۰۲.۷ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړې دي.

دغې ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

نور خبرونه

رادیو