په مسکو کې د طالبانو سفیر هلته له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې د روسیې لهخوا د دغې ډلې د رژیم له رسمیت پېژندنې هرکلی کړی دی. د هغه په وینا، د روسیې لهخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.
نوموړي هلته له مېشتو افغانانو ته د هرکلي ترڅنګ زیاته کړې، چې د خپل ټیم په ملتیا به هڅه وکړي؛ څو په کوربه هېواد کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وشي.
په مسکو کې د طالبانو سفارت په خپل بیان کې ادعا کړې، چې په دې ناسته کې د ګډونوالو په استازولۍ څو تنو قومي مشرانو او د زدهکړیالانو استازو خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې روسیې تېره اوونۍ د ملا هبتالله په مشرۍ د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژانده او په دې سره دا لومړنی هېواد شو چې یاده ډله په رسیمت پېژني.