د افغان بندیانو په شکنجه کولو کې د کاناډايي ځواکونو رول افشا شو

۳ ورځې مخکې

نوي افشا شوي اسناد ښيي، چې د کاناډا پوځي ځواکونو په کندهار ولایت کې د خپل ماموریت پرمهال تر زرو ډېر افغان بندیان د حامد کرزي حکومت امنیتي بنسټونو ته سپارلي دي. ورلډ سوسیالیست وېب‌پاڼې ویلي، کاناډايي پوځیان په دې پوهېدل چې دغه بندیان د شکنجې له ګواښ سره مخ دي.

دغه موندنې پخواني کاناډايي ډېپلومات ریچارډ کولوېن په یو زر مخیز راپور کې وړاندې کړي، چې دا راپور تر اوسه په رسمي ډول نه‌دی خپور شوی؛ خو ځینې برخې یې رسنیو ته رسېدلې دي. کولوېن په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې په کندهار کې او وروسته بیا په کابل کې د کاناډا په سفارت کې دنده ترسره کوله.

د اسنادو پر بنسټ؛ د دې بندیانو ډېری هېڅکله هم رسمي ډول نه دي ثبت شوي او «د جګړې بندیانو» پر ځای د «تر کنترول لاندې کسانو» په نوم یاد شوي دي. دا کار له نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونې او د هغوی د برخلیک د پټولو په موخه ترسره شوی دی.

کولوېن د کاناډا پارلمان ته وویل: «موږ ډېر خلک ونیول او شکنجې ته مو وسپارل، ډېری یې په بشپړ ډول بې‌ګناه خلک وو. په دې کې بزګران، موټر چلوونکي، خیاطان او عادي خلکو وو.»

د راپور له‌مخې؛ نه یوازې د کاناډا پوځ بلکې د بهرنیو چارو په وزارت کې ملکي چارواکو هم د شکنجې په پټولو کې رول لوبولی دی. د کولوېن په وینا؛ هغه ډیپلوماتان چې دا مسله یې له پامه غورځولې وه، ترفیع ورکړل شوه؛ خو هغه کسان چې په دې اړه یې خبرداری ورکړی و، ګواښل شوي او له خپلو دندو لرې شوي وو.

په ۲۰۰۷ کال کې له شکنجو د پرده پورته کېدو وروسته، د کاناډا پارلمان څېړنې پیل کړې؛ خو هغه مهال حکومت چې مشري‌ یې د ستیفن هارپر په غاړه وه، هڅه وکړه څېړنې ودروي. هغوی پارلمان وتاړه، اسناد یې سانسور کړل او شاهدان یې ووېرول.

که څه هم د کاناډا لېبرال ګوند په هغه وخت کې د پلټنې غوښتنه وکړه؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې واک ته له رسېدو وروسته یې د محافظه کارانو غوندې ورته چلند غوره کړ. د هغه وخت د دفاع وزیر هارچیت ساجان چې په خپله یې هم په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه، د عامه پلټنې لپاره د خلکو غوښتنې رد کړې او ویې ویل، چې له بندیانو سره د قانون مطابق چلند شوی دی.

کاناډا ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د ناټو په چوکاټ کې له ۴۰ زرو ډېر پوځیان افغانستان ته واستول، چې دا د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې د کاناډا تر ټولو لوی پوځي حضور بلل کېږي. کاناډا د خپل حضور پرمهال ۱۵۸ سرتېري له لاسه ورکړل او تر ۱۰۰ ډېرو یې خپل هېواد ته تر راستنېدو وروسته ځان‌وژنه وکړه.

نور خبرونه

رادیو