رافایل ګروسي: په ایران کې د اټومي وسلو کوم ثبوت نه لرو، خو ګواښونه ډېر شوي دي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۸

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، چې له ایران سره د اټومي وسلو د شتون په اړه کوم کره ثبوت شتون نه لري، خو د دغه هېواد له خوا اټومي انرژۍ اژانس سره د همکارۍ کمښت، نړۍوال امنیت ته د ګواښ اشاره کوي.

هغه له یوې لهستانۍ ورځپاڼې ژچپوسپولیتا سره په خبرو کې زیاته کړې: « هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي ایران اټومي وسله لري، خو ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېږي.»

د ګروسي په وینا، د ایران له خوا د اژانس له پلټونکو سره د همکارۍ کمښت، د شک او اندېښنو لامل شوی او خبرداری یې ورکړی: «هر څومره چې زموږ لاسرسی کمېږي، همغومره ګواښونه ډېرېږي».

بلخوا، د فرانسې د بهرني امنیت مشر نیکولا لیرنر هم ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام د موادو برابرولو، بدلون ورکولو، د هستې جوړولو او د توغندیزو سیستمونو ټول پړاوونه له جدي ځنډ او تخریب سره مخ دي، خو هغه ټینګار کړی چې لا هم د ایران د غني‌شوي یورانیم د ځای په اړه څرګند معلومات نشته.

د وال‌ستریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د IAEA یو شمېر پلټونکي چې د ایران او اسراییل ترمنځ د وروستي کړکېچ پر مهال په تهران کې و، د امنیتي اندېښنو له امله له ایرانه وتلي دي.

وروسته له هغه چې د ایران پارلمان د اژانس سره د همکارۍ د ځنډ قانون تصویب کړ، امریکا دا اقدام نه منل کېدونکی وباله.

اسراییل له برجام لاسلیک کوونکو هېوادونو وغوښتل، چې د بندیزونو د بېرته فعالولو لپاره د "ماشه" میکانیزم وکاروي. د جرمني حکومت ویاند وویل، چې ایران یوه خطرناک پیغام نړۍ ته لېږي.

رافایل ګروسي ټینګار کړی، چې د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې پوځي برید د حل لاره نه ده. نوموړي وویل: «پوځي بریدونه نه شي کولای د ایران علمي پوهه او صنعتي بنسټونه له منځه یوسي، یوازینۍ حل لاره روښانه او اوږدمهاله هوکړه ده چې سخت او پلټونکی سیسټم ولري.»

د یادولو وړ ده، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو چمتو دی له ایران سره د اټومي شخړې په هواري کې مرسته وکړي.

هغه وړاندیز کړی، چې روسیه کولی شي د ایران له خوا غني شوي یورانیم ترلاسه کړي او له پروسس وروسته یې بېرته تهران ته وسپاري.

نور خبرونه

رادیو