د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي، په غزني کې یې د هغه کس مخه نیولې چې د پور په بدل کې یې خپلې درې کم عمره لوڼې جبري ودولې.
په غزني کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د زیاتو جزيیاتو ورکولو پرته ویلي، چې په قره باغ ولسوالۍ کې یې د دغه جبري ودونو سربېره د یوه بل تن مخه هم نیولې چې غوښتل یې د خپل لور له خوښې پرته د هغې نکاح وکړي.
که څه هم طالبان کابو هره ورځ د جبري ودونو د مخنیوي په اړه په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو خبره کوي؛ خو باور دا دی چې ډېری دغه ډول پېښې د مخ پر زیاتېدونکې بې وزلۍ او فقر له کبله کېږي، چې د پړې ګوته د طالبانو حکومت ته نیول کېږي.