د جرمني نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ د ۲۰۲۵ کال په پای کې چین ته خپل لومړی رسمي سفر کوي. دغه سفر د اروپايي اقتصاد تر ټولو ستر هېواد او د چین مهمو تجارتي شریکانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګل کیږي.
یوې سرچینې چې د دې سفر د چمتووالي له جریانه خبر ده، رویټرز ته ویلي چې مېرڅ به له لوړپوړو جرمني سوداګرو سره یو ځای چین ته لاړ شي. دا سفر به ښايي د اکتوبر په میاشت کې وشي، که څه هم لاوروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د جرمني د صدراعظم دفتر د دې سفر په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د چین او جرمني ترمنځ "جامع ستراتیژیک مشارکت" د نوي جرمني حکومت له جوړېدو راهیسې ښه روان دی.
دا سفر وروسته له هغه ترسره کېږي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي روانه میاشت برلین ته سفر وکړ. دغه سفر د اروپایي ټولنې او چین ترمنځ د لوړې کچې غونډې د زمینې برابرولو لپاره ترسره شو.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول ویلي چې دواړو وزیرانو د روسیې او اوکراین پر جګړې، د تایوان پر موضوع، او د منځني ختیځ پر کړکېچ خبرې کړې دي.
چین او جرمنی له اقتصادي پلوه نږدې تړلي دي، په تېره د جرمني موټر جوړوونکو شرکتونو لپاره، چې د چین په بازار سخت متکي دي.